د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی په خاص شفقت د عالي تحصیلاتو استادانو ته اعاشه او اباته منظوره شوه.

naser_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۴۸
12133200

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د خاص شفقت او حکم له مخې د لوړو زده کړو اړوند د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو هغه استادان، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د هېواد د بچیانو د تدریس چارې پر مخ وړي، او مسافر دي، د اوسېدو ځای او اعاشه ورته منظوره شوه. د دغه حکم پر بنسټ لوړو زده کړو وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې د یادو استادانو لپاره د اوسیدو ځای او د اعاشوي موادو چمتو کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي. د لوړو زده کړو وزارت، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د یاد ځانګړي حکم د تطبیق په برخه کې ژمن دی او په نږدې راتلونکې کې به یې په اړه اړین اقدمات ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS