د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې علمي شورا ناسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې ترسره شوه. 

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۴:۲۲
kjdhsfkjsdkjfsd


په پیل کې د عبدالله بن مسعود رضی الله جامعې رئیس مفتي احسان الله احسان د دغې جامعې د کړنلارې، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریک کړل. 
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په داسې حال کې چې د دغه وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد هم حضور درلود، په هېواد کې د معیاري دیني تخصصاتو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې پخوا دیني علومو ته ډېر پام نه ساتل کېده او په لوی لاس څنډې ته شوي وو. 
نوموړي د یادې جامعې مشرتابه او استادانو ته د ستونزو د حل او وړاندیزونو په پام کې نیولو ډاډ ورکړ او هغوی ته یې د جامعې د پرمختګ او معیاري کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS