د غزني پوهنتون او د افغانستان ۹ دولتي پوهنتونونو او موسسو تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۹:۲۹
f

د علمي او اکاډمیکو اړیکو د پراخوالي او لاپياوړتیا په موخه د هېواد د لسو دولتي پوهنتونونو او موسسو تر منځ د غزني پوهنتون ریاست او د نورو نهو پوهنتونونو او موسسو د مشرانو لخوا د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. دا هوکړه لیک د البیروني، کندز، بامیان، لغمان، جوزجان، د کوڼر سید جمال الدین افغاني، هلمند، پکتیکا او وردګ موسسو او پوهنتونونو ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ به هغه پوهنتونونه او موسسې چې په دې هوکړه لیک کې ګډون لري، د کیفيت او کمیت له اړخه د لوړو زده کړو د شرایطو ښه کولو لپاره به د هېواد د نافذو قوانینو او لوایحو په رڼا کې په ګډه او همغږۍ سره همکاري، استادانو او زدکړیالانو ته د علمي سیرونو او مبادلې پروګرام په برابرولو، د علمي مقالو په خپرولو، کادري ازموینو په اخیستلو کې، د علمي کادري غړو د ترفېع لپاره د لوړ رتبه استادانو په معرفۍ کې، علمي مجلو او نشریاتو په مبادله، علمي کنفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون او د آنلاین کورسونو په جوړولو کې به یو بل سره همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې دا هوکړه لیک د لوړو زده کړو وزارت مقام د لاسلیک له نېټې څخه (۳۱/۱/۱۴۰۰) تر پنځو کلونو پورې اعتبار لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

BACK TO NEWS