د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا!

ameen_admin
jdfjksd


عنوان: د وزارت دننه او د عبدالله بن مسعود رض جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې د اوبو تصفيه کولو ماشين لګولو او چمتو کولو پروژه.
داوطلبۍ شمېره: (MOHE/1402/NCB/ W - 03) 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د د وزارت دننه او د عبدالله بن مسعود رض جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې د اوبو تصفيه کولو ماشين لګولو او چمتو کولو پروژې قرارداد د کابل بليزرډ د ساختماني او  لوژيستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (117812) دی او د افغانستان، کابل، خوشحال خان مېنه کې موقعیت لري، په (2052292) دوه ميليونه دوه پنځوس زره دوه سوه دوه نوې افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو پورې او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements