د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا!
عنوان: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له ساحې څخه د لوړو زده کړو وزارت مرکز ته د فلزي ذخیرې انتقالولو او جوړولو پروژه.
داوطلبۍ شمېره: (MOHE/1402/NCB/ W - 02)
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له ساحې څخه د لوړو زده کړو وزارت مرکز ته د فلزي ذخیرې انتقالولو او جوړولو پروژې قرارداد د حسیب غزنین د ساختماني او ساختماني موادو توليد شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (D-5987) دی او د افغانستان، کابل، پل سرخ کې موقعیت لري، په (1471990) يو ميليون څلور سوه یو اویا زره نهه سوه نوې افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.