د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا!
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د درې لاټونو په ګډون د افغان نړيوال پوهنتون لپاره د MIS سيسټم Cpanel_add one او د وزارت مرکز او د لوړو زده کړو وزارت تحصيلي بنسټونو لپاره د Device تهیه او تدارک پروژې قرارداد د سپين غر مومند لميټډ ته، چې د جواز نمبر یې (30231) دی، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوله ناحيه کې موقعيت لري اول لاټ په (743,056)، دويم لاټ په (1,200,000) او درېيم لاټ په (3,053,056) افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.