د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا!
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د الکټرونيکي زده کړې لپاره د علمي پروګرامونو پراختیا ریاست سرور سيسټم اخيستلو پروژې قرارداد د عمرا انوري لوژيستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (59282) دی، د کابل مرکز دارالامان په جای رئيس کې موقعيت لري، په (2،085،760) دوه میلیونه پنځه اتیا زره اوه سوه شپېته افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.