د قرار داد ورکونې د پریکړي خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږی چې د لوړوزده کړو وزارت په پام کې لري چې د لوړزده کړو وزارت د محترم مقام دفتر ریاست د لمریز سیستم د تهیې او نصبولو پروژې تړون د) (MOHE/98 NCB/G-050/Re-Bid داوطلبۍ شمیري لاندي د حمید حکمت لوژستیکې شرکت سره چې د (D-45472) جواز نمبر درلودونکی دی او د میرویس مارکیټ دویم پوړ ۳۵۷ نمبر دوکان مرکز کندهار- کندهار- افغانستان کې موقعیت لري په (۲۳۴۲۰۰۰) دوه میلیونه دری سوه دوه څلویښت زره افغانۍ مجموعې قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولی شي خپل اعتراض د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمی ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون – کابل – افغانستان تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد کولو په مانا نه ده ، د پورتنۍ مودې تر بشپړیدو او د او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نشې.