د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د کندهار، هلمند او هرات تخصصاتو ریاستونو د ۳۱ کادري بستونو د ازموینې اخیستلو په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د ابراهیم النخعي جامعې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

په پیل کې د لوړو زده کړو سر پرست وزیر شیخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل چې د ادارې د شفافیت او د وړ کادرونو د جذب لپاره ازموینه اخیستل شرط دی. هغه زیاته کړه؛ هېواد کې مو اسلامي نظام راغلی؛ نو اوس باید ټول علماء د دې ټولني د اتفاق او یووالي لپاره کار وکړو، د نظام او علماوو صفونه کلک وساتو، د ولس په منځ کې نفرتونه لهمنځه یوسو، د نظام سره څنګ په څنګ ودرېږو؛ ترڅو بیا ټول افغانان نړۍ ته یو لاس، یوه خوله او یوه ژبه شو.
وروسته د کندهار د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې ریاست رئیس قاضي عبدالصادق غزنوي، د جامعې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او راتلونکي پلانونه له ګډونوالو سره شریک کړل او د ازموینې په تړاو ېې وویل چې د کندهار، هلمند او هرات تخصصاتو ریاستونو د افتاء او قضاء څانګې ترڅنګ د تفسیر، حدیث، اسلامي بانکدارۍ او دعوت ارشاد څانګو د ۳۱ کادري بستونو لپاره د ۸۴ تنه علماء کرامو څخه ازموینې اخیستل کېږي او کار به اهل کار ته سپارل کیږي.
په پای کې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې جامعې رهبرۍ ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.