د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر غور ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې ولسي غونډې ته وینا وکړه

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۰:۲۹
fhdfjh

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب یوې ولسي غونډې ته چې پکې ولایتي مسؤلینو، علماء کرامو، استادانو، محصلینو او ولسي وګړو ګډون کړی وو، وویل: «غور د غوري سلاطينو ټاټوبی او د اسلامي فرهنګ مرکز دی، خوښ یم چې نن د غور له مجاهد ولس سره یم.»
سرپرست وزیر د غور مجاهد او غیور ولس ته د ا.ا.ا مسؤلینو مسؤلیتونه په ګوته کړل او زیاته یې کړه، چې د امنیت تامین، د تعليمي او تحصيلي سیستم پياوړتيا، د قدرت جزیرو ختمول، د عدالت تطبیق، د شريعت تنفیذ، د فساد ختمول او نور مسؤلیتونه دي، چې الحمدلله د مسؤلینو لخوا ادا شوي. نوموړي دغه راز وويل، چې ولس هم د ا.ا.ا پر وړاندي له اوامرو اطاعت، خپلمنځي اتفاق، پر مسؤلینو اعتماد او نور مسؤلیتونه لري.
دغه راز نوموړی د تحصیل پر ارزښت وغږېد او ویې ویل: «غواړو عالم، شیخ، د مسجد خطیب او مجاهد له پوهنتون څخه ملاتړ وکړي او ټول په ګډه د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره یو لاس شي.»
وروسته د غور ولایت والي مولوي احمد شاه دین دوست سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې د غور مجاهد ولس د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دی او ملاتړ یې کوي.
ورپسې د غور لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس پوهندوی عبدالعلي لبیب د یادې مؤسسې پر لاسته راوړنو وغږېد او ویې ویل، چې په تېرو شلو کلونو کې د دښمن تبلیغاتي جګړې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ درز رامنځته کړی و، خو نن ورځ دا درز ورک شوی.
د یادونې وړ ده چې یادې غوندې ته بېلابېلو علماوو، متنفذینو او استادانو وینا وکړه.
غوڼده په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS