د لوړو زده ړو سرپرست وزیر د سید جمال الدین افغان پوهنتون استادانو او محصلینو سره د جلا جلا غونډو په ترڅ کې وکتل.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۶:۴۷
vfddf

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبد الباقي حقاني، چې د تحصیلي وضعیت عمومي ارزونې په موخه یې ختیځ زون ته سفر کړی، پر دوام یې د کونړ سیدجمال الدین افغان پوهنتون استادانو او محصیلینو سره جلا جلا غونډې ترسره کړې او په اړوندو برخو کې یې خپلو مسؤلیتونو ته زیر کړل.
په دې غونډو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له هغو استادانو مننه وکړه، چې په سختو حالاتو کې یې د اسلامي اوملي روحیې په اساس د هېواد د ځوانانو سالمه روزنه وکړه او لا هم په دغې لارې مثبت ګامونه اخلي.
نوموړي همدا راز وویل: (( زمونږ هېواد په ځان بسیاینې لپاره هر څه لري، چې د سالمې ګټې اخیستنې لپاره یې علمي او مسلکي شخصیتونو ته اړتیا ده، مونږ له پیل نه ورته متوجه یو او په دې هڅه کې یو، چې د لوړو زده کړو په چوکاټ کې د هرې برخې متخصصین، علمي او مسلکي  کادرونه وروزو او په دې برخه کې د نورو له اختیاج نه خلاص شو)).
ښاغلي حقاني همدارنګه محصلینو او ځوانان ته په خطاب کې وویل: د هېواد راتلونکی تاسو ته په انتظار دی، له ټولو قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو پرته د واقعي زده کړیالانو په توګه خپلې مسلکي او اسلامي زده کړې ترسره کړﺉ، ترڅو ستاسو پرمټ مو هېواد له نورو سره سیال او د ژوند په ټولو برخو کې په ځان بسیا شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS