د لوړو زده کړو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړې موخه د علمي تجربو شریکول او محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول دي.

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۵:۲۸
355132100002

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء  محمد ندیم، د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال  وویل: " د لوړو زده کړو وزارت به د هوکړې مطابق د کرنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي. علمي موضوعات به د کرنې وزارت په همکارۍ عملي تطبیق شي، او محصلین به له تخنیکي امکاناتو څخه ګټه واخلي."
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر، مولوي عطاءالله عمري، وویل چې د متخصصینو څېړنې باید کروندګرو ته ورسېږي، او د دواړو وزارتونو ګډې هڅې به مثبت بدلون راولي.

دغه هوکړه لیک درې فصلونه او یولس مادې لري، چې د علمي او تحقیقي همکاریو پیاوړتیا ته لاره هواروي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS