د لوړو زده کړو بنسټونو د مسؤلینو لپاره د رهبرۍ او اکاډمیک مدیریت د لنډ مهاله ښوونیزو پروګرامونو د نصاب جوړولو درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو

ه دغه ورکشاپ کې د مرکز او ولایاتو د پوهنتونو هغو استادانو چې په دغه برخه کې یې د هیواد دننه او بهر لازمې روزنې لیدلې دي، ګډون کړی دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمی مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په لوړو زده کړو بنسټونو کې د اکاډمیک رهبریت د مفهوم او اړتیا د توضیح په ترڅ کې وویل: «د افغانستان لوړو زده کړو اکاډمیک رهبریت او مدیریت، زموږ د لوړو زده کړو په نظام کې یو اساسي، بنسټیز او د ملا تیر غوندې بحث تشکیلوي.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال زیاته کړه چې ددې برنامې له جوړولو څخه زموږ موخه د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د اکاډمیک رهبریت او مدیریت د کچې پورته وړل او د هغو کسانو لپاره چې غواړي په راتلونکي کې د اکاډمیکو بنسټونو د رهبرۍ په مقام کې قرار ولري د لارې نقشې برابرول دي.
نوموړي ددې برنامې له شاملو استادانو څخه وغوښتل د هغو تجربو څخه په ګټې اخیستنې چې له هیواد څخه یې بهر او دننه لاسته راوړې د لارې نقشه او یو جامع نصاب تیار کړي تر څو په پایله کې د نن په پرتله د لا ښه لوړو زده کړو سیسټم لرونکي و اوسو.
د تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس پوهندوی فیصل امین د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د اکاډمیکو برنامو پلي کولو په اړه د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ له ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې، د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د اکاډمیک رهبریت او مدیریت د اهمیت، اړتیا او زده کړې په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې ددې برنامې له لارې غواړو د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د اکاډمیک رهبریت او مدیریت د پرمخ وړلو تفکر ټینګ کړو.
نوموړي زیاته کړه ددې برنامې له اساسي موخو څخه د هیواد په پوهنتونو کې د اکاډمیکې رهبرۍ علمي توکو ته په توجه سره د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې پروسې د اهمیت تشریح، مؤثره یادونه او د زیر بناوو څخه د سالمې ګټې اخیستل، د تدریس لا ښې فضاء را منځته کول، د علمي څیړنو فرهنګ دودول او بنسټیز کول، د هیواد په پوهنتونو کې د ټیکنالوژۍ او الیکټرونیکي وسایلو څخه ګټه اخیستنه، مالي خپلواکۍ، او د مدیریت عملي او علمي اړخونو د څیړنیزو برنامو (SCL. OBE) روزنیزې برنامې دي چې د علمي کادر غړیتوب لرونکو ټرینرانو په وسیله، په اکاډمیکو بنسټونو کې ښایې تدریس کړای شي.
همدا ډول د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایې برنامو رئیس ضیاء الرحمن اندړ وویل چې دغه برنامه په (۲۰۱۷) کې پیل او تیر کال په هند هیواد کې د یادو ټرینرانو لپاره د روزنیز ورکشاپ په جوړولو سره یې دوام وکړ چې له نیکمرغه نن ورځ موږ د یادې برنامې په تطبیقي مرحله کې قرار لرو.
ټاکل شوې د ورکشاپ ګډون وال د راتلونکو دوو ورځو په ترڅ کې کاري ګروپونه، د رهبرۍ روزنیزو لنډ مهالو برنامو د واحد نصاب د موادو او محتویاتو د تطبیقولو لارې په نقشې او د هیواد په پوهنتونو کې د ټرینرانو تنظیمولو په اړوند کار وکړي.