د لوړو زده کړو د پراختيايي پروګرام کمېټې ناسته تر سره کړه

Azizorayakhel.admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۱۰:۲۷
ظ

د لوړو زده کړو د پراختيايي پروګرام رهبري کميټې جلسه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ جوړه شوه.

په دغه کمېټه کې پز مختلفو موضوعاتو لکه د کابل او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتونو د لابراتواري تجهیزاتو، د نورستان لوړو زده موسسې اداري او تدريسي لوازمو، د کندهار پوهنتون کادري روغتون لوازمو، د لوګر او سمنګان د لوړو زده کړو موسسو لپاره د وړکتونو جوړولو، د پنجشیر لوړو زده کړو موسسې لپاره د ICT مرکز د تجهیزاتو، د غزني پوهنتون احاطوي دیوال او د پوهنتونو لپاره د معیاري او ډيجيټلي کتابونو الیکترونیکي سیسټم په اړه خبرې وشوې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د نورستان لوړو زده کړو موسسې په اهمیت او بشپړولو باندې ټینګار وکړ او د ناستې له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د یادې موسسې د لابراتواري، اداري او تدریسي تجهیزاتو په اړوند جدي هڅې وکړي ځکه دا لومړی ځل دی چې محصلین دغه تحصیلي بنسټ ته معرفي کیږي نو باید چې له ستونزو سره مخ نشي.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د تحصیلي بنسټونو له وړاندېزونو وروسته چې د لوړو زده کړو پراختيايي پروګرام ادارې د رئیس له لورې وړاندې کړای شوو، اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د وزارت شته بودیجې ته په کتو د لوړو زده کړو بنسټونو اړتیاوې چې هر څومره ژر وي رفع کړي تر څو د هیواد د لوړو زده کړو نظام له ستونزو سره مخ نشي.

په پای کې د دولتي پوهنتونو لپاره د معیاري کتابتون طرحې او له نړیوالو معيارونو سره سم د الیکټرونیکي کتابونو او ډیجیټلي کتابتون جوړولو پریزینټیشن چې د څيړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري چمتو شوی و، وړاندې شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال کنفرانس د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د مقالو او طرحو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د یاد کنفرانس په پای مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ژمنه وکړه چې په دې کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې او طرحې به له سکتوري ادارو سره شریکوي. . .

BACK TO NEWS