د لوړو زده کړو سرپرست وزير د وزارت په انګړ کې د یوه نيالګي په کينولو سره، افغانستان لپاره د ښیرازۍ، سولې او يووالي دعا وکړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۷:۷
g

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، پداسې حال کې چې د دې وزارت مرستیالانو او د مرکزي ادارو رئیسانو هم شتون درلود د نيالګيو کېنولو د دغه دوديز کمپاین پرانېسته وکړه او د ۱۳۹۹ کال د پسرلي د هرکلي په پار يې د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وويله.
نوموړي د ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو، استادانو، زده کړيالانو او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه ترڅو پخپل اکاډميک چاپېريال کې د يو   نيالګي په کينولو سره د هېواد په زرغونتيا او پاکوالي کې خپل رول ولوبوي.

g

د لوړو زده کړو سرپرست وزير وويل: د ۱۳۹۸ کال په اوږدو کې لوړو زده کړو وزارت د تحصيلي نصاب پر بيا کتنه او پراختیا، د لوړو زده کړو قانون کې د لازمو تعديلاتو، پر تشکيلاتو او تقنيني اسنادو بيا کتنه، د علمي کادرونو د جذب پروسې په معياري کولو، د نويو رياستونو په رامنځته کولو، ۸۵% سلنه پراختیایي او ۹۹% سلنه عادي بوديجې په مصرفولو، په هېواد دننه او بهر علمي کادري غړو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د اسانتياوو پر برابرولو، د اوبو او چاپېريال ساتنې د څېړنيز مرکز پر رامنځته کولو او نورو لسګونو پروګرامونو کار کړی، چې د لوړو زده کړو نظام لپاره يې ښې پایلې درلودلې دي.

پوهنمل بالاکرزي د نوي تحصيلي کال پلانونو او پروګرامونو ته په اشارې سره وویل، چې په تحصيلي نظام کې کیفیت او د علم تولید ته کار کول يې د لومړيتوبونو په سر کې ځای لري.
نوموړي دغه راز زیاته کړه: هيله ده د افغانستان ټول ملت له يو بل سره په پاک زړه، د سولې او امن په فضاء کې د خپل ژوند چارې مخته يوسي، څو وکړای شو لوړو علمي مدارجو ته ورسيږو او يو غوره تحصيلي نظام رامنځته کړو.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
Background image

د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا سربېره د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس سره هم لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې اسلام موږ ته د علم پر حاصلولو او زیاتوالي امر کړی دی. . .

BACK TO NEWS