د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د شهید شیخ رحیم الله حقاني له مدرسې څخه لیدنه وکړه.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۹:۵۶
fsdgdfsfsdf

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د شهید شیخ رحیم الله حقاني مدرسې ته د لیدنې او کورنۍ ته د تسلیت لپاره تللی و چې د شهید شیخ صاحب رحیم الله حقاني کورنۍ ته يې د تسلیت ترڅنګ طالب العلمانو ته هم هر اړخیزه وینا او مهمې سپارښتنې وکړي.
ښاغلي حقاني  خپلو خبرو کې وويل: «شهید شیخ رحیم الله حقانې، د سیمې او هېواد په کچه یو ستر دیني عالم و او زیاته یې کړه چې د ده لاره او منهج به د ده  لارویان تر ابده پورې پالي او هېڅکله به د دین دښمنانو ته دا موقع نه ورکوي چې د ده لاره له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.» 
ښاغلي حقاني د خپلو خبرو په بله برخه کې شهید رحیم الله حقاني، د جهاد په برخه کې یو ستر مبارز، د تدریس په برخه کې ښه مدرس او د لیکوالۍ په برخه کې ښه او برجسته لیکوال یاد کړ.
د خبرو په وروستۍ برخه کې ښاغلي حقاني د خپل شهید ملګري رحیم الله حقاني طالب العلمان خپلو درسونه ته متوجې کړل او زیاته یې کړه چې د هغه د ارمانونو د پوره کولو یواځینۍ لار د درسونو په پوره پابندۍ سره تعقیبول دي.»
بل لور ته د یادې مدرسې مسوولینو، د شهيد شيخ صاحب کورنۍ او د نوموړي ځای ناستي د لوړو زده کړو وزرات د سرپرست وزیر الحاج مولوي عبد الباقي حقاني څخه د مننې ترڅنګ طالب العلمانو ته د ده په خبرو د عمل کولو توصیه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS