د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي نورستان لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د ځمکې د ټاکلو او تثبیت په موخه غربي نورستان ته سفر وکړ.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۴:۴۰
dsjkhfkjdskjfds


د دغه سفر پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداءمحمد ندیم په داسې حال کې چې د لغمان والي یې ملتیا کوله، د نورستان ولایت د نورګرام ولسوال، د علماوو شورا له رئیس او غړو، د کانونو، بانک، استناف محکمې، حج او اوقافو له رييسانو، د جهادي لېسې له مهتمم، د څلورمې لوا قوماندان او د دغه ولايت د بېلابېلو ادارو له يو شمېر نورو مسؤلينو سره وکتل او د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د یوې قطعې ځمکې د مشخص کولو په اړه یې ورسره بحث او نظرونه تبادله کړل.
د لیدنې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد وزارت د انکشافي پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د ا.ا.ا د هېواد تحصیلي نظام پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري او تل یې ملاتړ کوي.
دغه راز د نورستان ولايت د بېلابېلو ادارو مسؤلينو د لوړو زده کړو له سرپرست وزير څخه دغه ولايت ته د سفر له امله مننه وکړه او د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د ځمکې د تخصيص په اړه يې خپل نظرونه او وړانديزونه ورسره شريک کړل. 
په پای کې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه، چې د نورستان ولایت د بېلابېلو څانګو مسؤلین به د ولایت مقام تر مشرۍ لاندې په دې موضوع کار وکړي او پایلې به یې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریکې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير په تېرو څو ورځو کې د ختيځو ولايتونو له تحصيلي بنسټونو څخه د ليدنې پر مهال د يو شمېر پراختيايي پروژو د کار پيل هم وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS