د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي پروان ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د پروان پوهنتون په علمي شورا او د نویو شاملو شوو محصلینو لپاره د ښه راغلاست په مراسمو کې ګډون وکړ او د یاد پوهنتون شمالي دروازه یې پرانیسته.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۷:۲۸
Jgvjppjgxçcvv

 

د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد پوهنتون په علمي شورا کې د پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره وکتل. 

 

په پیل کې د پروان پوهنتون رئیس دوکتور محمد عزیز کاظم د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد پوهنتون د تاریخچې، تشکیلاتو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د دې پوهنتون یو شمېر ستونزې لکه؛ د ناستو لوی تالار او لوی مسجد نشت، د تدریسي بلاکونو کمښت، په لیلیه کې د محصلینو د نه ګنجایش ستونزه او یو شمېر نورې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د سرپرست وزیر له لوري د همکارۍ ژمنه ورسره وشوه. 

 

وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د نویو شاملو شوو محصلینو لپاره د ښه راغلاست په مراسمو کې ګډون وکړ. نوموړي په یادو مراسمو کې وویل چې الله تعالی موږ له ستونزو راویستو، خپلواک نظام یې راکړ، نو اوس د دې نظام د ټینګښت او د خپل هېواد د ودانولو وخت دی. دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پروان پوهنتون استادان او محصلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص او اېماندارۍ ترسره کړي. 

 

دغه راز په یادو مراسمو کې د پروان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ محصلینو د خپلو پروژو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري نغدي ډالۍ ورکړل شوې او د هغوی د پروژو د عملي کولو ژمنه یې ورسره وکړه. 

 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پروان پوهنتون د مسؤلینو او د پروان ولایت مقام د مشرتابه پلاوي په ملیتا د پروان پوهنتون د شمالي نوي جوړ شوي دېوال او دروازې پرانیسته وکړه. 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۴/۱۰/۱۸هـ.ق۱۴۰۲/۲/۱۹هـ.ش ۲۰۲۳/۵/۹

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS