د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تېره ورځ بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت د دولتي تحصیلي بنسټونو له محصلینو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې.

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۷:۵۲
dsdaxy

د دغې لېدنې په پيل کې، د بلخ ولایت د دولتي تحصيلي بنسټونو محصلینو خپلو غوښتنو، وړاندېزونو او ستونزو د شريکولو ترڅنګ، بلخ ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شيخ الحديث مولوي صاحب نداء محمد نديم صاحب او د یاد وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خیرخواه په ورتګ خوښې څرګنده کړه.

یادو محصلينو دغه ليدنه د خپلو زده کړو په بهير کې يو له نادرو ناستو څخه وبلله او د محصلينو او پوهنتونونو په وړاندې يې د لوړو زده کړو وزرات ښه نیت او جدي پاملرنه وګڼله.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب د غوښتنو، وړاندېزونو او د بلخ ولایت د دولتي  تحصیلي بنسټونو محصلینو د ستونزو له اورېدو وروسته، هغوی یې په منظم ډول د خپلو درسونو مخته وړلو ته وهڅول او همدارنګه یې دغه محصلین د خپلې ټولنې او هېواد په وړاندې خپلو مسؤليتونه متوجه کړل.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست ژمنه وکړه، چې د بلخ پوهنتون درسي او اداري کيفیت د لوړاوي په برخه کې به پوره هڅې وکړي او د تحصيلي بنسټونو په کادري او اداري بستونو کې به د عامو وګړو د مقرريو په پروسه کې شفافيت، عدالت او تخصص په نظر کې نېول کېږي. 
تاریخ: یکشنبه
۱۴۴۴/۴/۲۵هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۹هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۰
 لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS