د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تېره ورځ په کونړ ولایت کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه 

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۳:۴۰
Ghjhfdxvbj

 

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په داسې حال کې چې د کونړ والي، امنیه قومندان، د جهادي مدرسې مسؤلین، د علماوو شورا رئیس، د استیناف محکمې رئیس، استادانو او محصلینو ګډون کړی و، د هېواد او خلکو پر وړاندې د محصلینو او ځوانانو پر مسؤلیتونو خبرې وکړې. 

 

نوموړي وویل چې د ا.ا.ا تحصیلي بنسټونو، په ځانګړي ډول محصلینو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړې او په راتلونکي کې هم د یاد بنسټونو پراختیا او ځواکمنتیا ته ژمن دی. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محصلین لا زیات د علم زده کړې ته وهڅول او ویې ویل: «ګرانو محصلینو! کومې اسانتیاوې چې تاسو لپاره برابرې شوي، اعظمي ګټه ترې واخلئ، ځکه تاسو د هېواد راتلونکي مسؤلین یاست.» 

 

نوموړي له محصلینو وغوښتل چې د دښمن شومو موخو او دسیسو ته متوجه اوسي او د دښمن د هر ډول فکري یرغل مخه ونیسي. 

 

همدارنګه په یاده غونډه کې نورو ویناوالو کونړ ولایت ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له ورتګ څخه د مننې تر څنګ، ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به د خپل توان مطابق تحصیلي بنسټونو ته پراختیا ورکوي. 

 

نېټه: سه شنبه

‍۱۴۴۶هـ.ق د جمادی الاول ۳ مه

۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۱۵ مه

۲۰۲۴ م د نومبر ۵ مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS