د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي تحصیلي بنسټونو له مؤسسینو او رئیسانو سره په ناسته کې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په داسې حال کې چې د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، خصوصي تحصیلي بنسټونه د هېواد د لوړو زده کړو د نظام یوه مهمه برخه وبلله او ویې ویل، چې د لوړو زده کړو وزارت په نزد د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ترمنځ هېڅ توپیر نشته.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ا.ا.ا مشرانو له حکمونو څخه اطاعت، د تحصیلي خدمتونو د کیفیت په لوړولو، شفافیت، صداقت او مسؤلیت پذیري، د تحصیلي بنسټونو په کاري چارو کې له مهمو عناصرو څخه یاد کړل او پر تطبیق یې ټینګار وکړ. هغه همدا راز د هېواد د تحصیلي بنسټونو له استادانو او محصلينو وغوښتل، چې د اسلام د سپېڅلي دين له لارښوونو سره سم خپلې چارې پر مخ یوسي.
ورپسې احمد پوپل د خصوصي تحصیلي بنسټونو په استازولۍ خبرې وکړې او د یادو تحصیلي بنسټونو د ستونزو په حل کې یې د لوړو زده کړو وزارت له پاملرنې مننه وکړه.
نوموړي دغه راز د یو کال لپاره د خصوصي تحصیلي بنسټونو لخوا د کانکور ازموینې اخیستو صلاحیت تمدید، د کادري ازموینې په پروسه کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د هغو فارغانو ګډون، چې د امارتي تحصیلي بنسټونو ټول شرایط یې پوره کړي وي، د امارتي پوهنتونو او د دغه وزارت د اړوندو ریاستونو له خوا د خصوصي تحصیلي بنسټونو د کادري غړو د دوسیو د طی مراحل پروسې چټکتیا او د یادو تحصیلي بنسټونو یو شمېر نورې ستونزې او غوښتنې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې، چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د يادې ناستې په پای کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو مؤسسینو او رئيسانو ژمنه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت له اصولو او لارښوونو سره سم به د خپلو تدریسي چارو د معياري کولو او کيفيت لوړولو په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د جمادی الاول ۱۴مه
۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۲۶مه
۲۰۲۴م د نومبر ۱۶مه