د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي تحصیلي بنسټونو له یو شمېر مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د دوی د ستونزو د حل او چارو ښه والي په اړه خبرې وکړې.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۳:۴۵
xzxasfsa

په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب د لوړو زده کړو وزارت د حکمونو له تطبیق څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې د ا.ا.ا د تحصیلي نظام او د هېواد د ځوانانو د زده کړو مخالف نه دی، بلکې د دیني لارښوونو او د هېواد د ملي ارزښتونو په رڼا کې د هغې په ښه والي او پرمختګ باور لري.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تحصیلي بنسټونو وروستي حکم ته په اشارې سره وویل: « په حکم کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې هیڅ ډول مخالفت نه دی شوی.» نوموړي همداراز د خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسؤلینو وغوښتل، چې د ا.ا.ا د رهبرۍ د احکامو او د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني اسنادو له مخې باید ځانونه چمتو کړي. 
په دې لیندنه کې همداراز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د اساسي حل په موخه د يادو تحصيلي بنسټونو د استازو او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د يو ګډ کمېسيون د جوړولو لارښوونه وکړه، څو د خصوصي لوړو زده کړو د سکتور د ستونزو د حل او پياوړتيا په برخه کې کار وکړي.
ورپسې د خصوصي تحصیلي بنسټونو په استازیتوب؛ ډاکټر طارق کمال او پوهاند ګل رحمن قاضي د خپلو خبرو په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت د فرمانونو او په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د لوړو زده کړو وزارت د تقنيني اسنادو د پلي کېدو د ډاډ ترڅنګ خپلې يو لړ غوښتنې او ستونزې شريکې کړې، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لورې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
نېټه: ۳۰/۵/۱۴۴۴ هـ ق ۳/۱۰/۱۴۰۱ هـ ش ۲۴/۱۲/۲۰۲۲

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS