د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د شیخ زاید پوهنتون د ۲۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د جوړېدو پروژه پرانیسته
د لوړو زده کړو سرپرست وزیرشیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم خوست ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د جوړېدو پروژه پرانیسته.
د یاد پوهنتون مسؤلینو په وینا؛ دغه پروژه له عمومي برېښنا څخه وصل کېږي، چې په شاوخوا ۴۵ ورځو کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د شیخ زاید پوهنتون د برېښنا ستونزې به تر ډېره ورسره حل شي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۱۷ مه
۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۲۹مه
۲۰۲۴م، د اکتوبر۲۰ مه