د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لغمان پوهنتون له رهبرۍ، ولایتي ادارو مسؤلینو، استادانو، محصلینو او د جهادي مدرسې طالب العلمانو سره غونډه وکړه

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۴:۱۴
Asfghjkkojn

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په لغمان پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته، چې د لغمان پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو سربېره، د دغه ولایت والي، مرستیال والي، د علماوو شورا غړو، د جهادي مدرسې شیوخو کرامو او د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو ګډون کړی و، خبرې وکړې. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم محصلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او ورته ویې ویل: «تاسو د سبا ورځې مسؤلین یاست، نظام ته ډېر ارزښت لرئ او په خدمت کې مو دی.» نوموړي محصلینو ته وویل چې هغه وخت به مو خپل دیني او اېماني مسؤلیت اداء کړی وي، چې په علمي ډګر کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړئ.

 

نوموړي محصلینو او د جهادي مدرسې طالب العلمانو ته په خطاب کې وویل: «نن دواړه اړخونه یو ځای سره ناست یئ، الله تعالی مو زړونه همداسې سره نیږدې کړه.» 

 

 دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر استادانو ته سپارښتنه وکړه چې د محصلینو سالمې روزنې، د تدریس معیاري میتودونو، علمي څېړنو او د محصلینو تر منځ د یووالي رامنځ ته کولو ته کار وکړي. 

 

وروسته د لغمان ولایت ولایت والي شیخ الحدیث شېر احمد حقاني، د لغمان پوهنتون رٸیس حافظ پوهنمل محب الله هدایت، د لغمان ولایت علماوو شورا رٸیس شیخ الحدیث محمد سلیم حقاني او یو شمېر نورو ویناوالو په دغه ولایت کې د علم پر پراختیا او معیاري کولو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ. 

 

همدارنګه له یادې غونډې وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لغمان پوهنتون په علمي شورا، د شرعیاتو پوهنځي استادانو او د محصلینو له استازو سره په جلا جلا ناستو کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. 

نېټه: پنجشنبه

‍۱۴۴۶هـ.ق د جمادی الاول ۵ مه

۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۱۷ مه

۲۰۲۴ م د نومبر ۷ مه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS