د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوګر لوړو زده کړو مؤسسه کې د محصلینو ستونزې واورېدې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم لوګر ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د یوې ناستې په ترڅ کې د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو له استازو سره ولیدل.
په یاده ناسته کې د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلینو استازو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو محصلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.