د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هرات پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ۱۲۴۴ محصلینو په فراغت غونډه کې د ګډون تر څنګ، د هرات پوهنتون کرنې پوهنځی ماسټري برنامه افتتاح او د دغه پوهنتون داخلي سړکونه یې ګټې اخیستنې ته وسپارل.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۵:۳
jkdsnfkjdsjkfs

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، په داسې حال کې چې د یاد پوهنتون مشرتابه پلاوي او د هرات ولایتي ادارې مسؤلینو هم حضور درلود، فارغېدونکو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، د علم او اسلامي کلتور پر ارزښت او له دښمنانو سره پر فکري مبارزې خبرې وکړې.
نوموړي محصلینو ته وویل چې له اړتیا سره سم به په هېواد کې د ماستري او دوکتورا برنامې ورته ایجادوي او یو ځل بیا یې پر بهر ته تللو استادانو غږ وکړ چې هېواد ته راشي او د خپلو بچیانو روزنه وکړي.
 هغه په پوهنتونونو کې د متعهد، متخصص او با اېمانه ځوان نسل پر روزنې ټینګار وکړ او ویې ویل: "اسلامي امارت د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو، پوهانو او متخصصینو ملاتړ کوي، په علمي او رغنیزو چارو کې یې مشورې او نظرونه اوري او عملي کوي یې."
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده غونډه کې د هرات پوهنتون د لابراتوارونو، کتابتونونو، علمي برنامو او ودانیو د جوړونې او تجهیز ژمنه وکړه.
د غونډې په پای کې فارغېدونکو محصلینو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS