د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون له بېلا بېلو پوهنځیو څخه د ۱۵۰۰ محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ. 

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۲:۷
Kiggcffhbv

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کندهار پوهنتون د محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې په تحصیلي نصاب کې باید نوي پرمختګونه ورداخل او د ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو لپاره واحد نصاب جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې موږ پر تحصیلي نصاب کار پیل کړی، تر څو د یوه معیاري تحصیلي نصاب په درلودلو سره د نړیوالو له احتیاج څخه راووځو. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې موږ په خپل ټول توان سره د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا لپاره کار کوو او هڅه کوو چې د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره له بهرنیو هېوادونو څخه تحصیلي بورسونه تر لاسه کړو. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کندهار پوهنتون له فارغو شویو محصلینو څخه وغوښتل چې د خپل مسلک او پوهې له لارې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي. نوموړي محصلینو ته په خطاب کې وویل: «د هېواد راتلونکی جوړول ستاسو په لاس کې دی. ستاسو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد خبره به د وزیرانو په شورا کې شریکه کړم، تر څو د خدمت زمینه درته برابره شي.» 

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، هغوی فوق الېسانس لوړو زده کړو ته راوبلل. 

همدار راز په یاده فراغتغونډه کې د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د کندهار پوهنتون له استادانو مننه وکړه چې په لوړو زده کړو سمبال ځوانان یې د ټولنې د خدمت لپاره وړاندې کړل. 

د یادولو وړ ده چې غونډه فارغو شویو محصلینو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده. 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۴/۵/۲۴هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۷.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۸م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS