د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي چې فدراتیف روسیې ته یې سفر کړی و، نن د تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې یې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په فورم غونډه کې ګډون وکړ.

په یاده غونډه کې پر ګډو علمي همکاریو، له یوبل سره د علمي تجروبو پر شریکولو، د یو بل له تخصص څخه ګټې اخیستنې او په مختلفو څانګو کې د سکالرشیپونو پر راکړې ورکړې خبرې وشوې.
محترم وزیر صاحب په یاده غونډه کې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان وزیرانو سره یی ځانګړي ناستي ترسره کړې.