د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له استاد سليمانزي سره، چې د وسله والو غلو لخوا سخت ټپي شوی و ولیدل

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي له استاد حبیب الله سليمانزي سره، چې د وسله والو غلو لخوا سخت ټپي شوی و ولیدل.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په دې لیدنه کې د وسله والو غلو لخوا د اکاډميکې ټولنې پر استادانو دا ډول بریدونه د غندنې ترڅنګ د اندېښنې وړ وبلل.
د خوست شیخ زاید پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ استاد پوهنیار حبیب الله سلیمانزی تېر ماښام د کابل په میوند جاده کې د غلو لخوا تر برید لاندې نيول کيږي او د مخ او سر په برخه کې سخت ټپي کيږي.
د شیخ زاید پوهنتون دغه استاد د خپلو اسنادو د پروسس په موخه کابل ته راغلی و او ټاکل شوې وه، چې د دکتوار په کچه د لوړو زده کړو په موخه چین ته ولاړ شي، خو په یاده پېښه کې د زخمي کېدو تر څنګ خپل کمپيوټر او موبایل له لاسه ورکوي او تحصيلي اسناد يې هم د غلو لخوا څيرې کيږي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي استاد سلیمانزي سره د همدردۍ ترڅنګ نوموړي ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه او وعده يې ورکړه چې د اسنادو په دویم ځلي ورکړه کې به ورسره مرسته وکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له امنيتي ارګانونو څخه د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د استادانو او محصلانو د امنيت په ساتنه کې د بشپړې پاملرنې غوښتونکی شو.
د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون استاد محمد رفیع بنایی هم د وسله والو غلو لخوا د دغه ډول برید لاندې راغلی و.