د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم لنډ ژوند لیک
شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مرحوم حاجي جمعه خان زوی په ۱۳۵۷ هـ.ش کال د لیندۍ په ۲۶ مه د کندهار ښار پنځمې ناحیې اړوند د ده خواجه کلي په یوه متدینه کورنۍ کې زیږیدلی دی.
شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دیني علومو په برخه کې خپلې زده کړې په کندهار ولایت کې بشپړې کړي دي.
هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د دیني علومو په تدریس او د هیواد د بچیانو په روزنه سربیره د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په دوران کې؛ په کندهار ولایت کې د چریکي مجاهدینو د مسؤلیت دنده هم په غاړه درلوده.
محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له ۱۴۲۴ څخه تر ۱۴۳۴ هـ.ق پورې د کندهار ښار د حکیمیه مدرسې مدرس، د فقهې استاد، د دورة الحدیث شیخ او په دغه ښار کې د مجاهدینو د یوې ډلې مشر و.
نوموړی له ۱۴۳۴ څخه تر ۱۴۳۶ پورې د مولوي عبدالغني صاحب د دار الحجره په چمن سیمه کې شهید شوي مهاجر مدرسې د دوره صغرا شیخ، د مرحوم علامه حاجي صاحب په مدرسه کې د دوره الحدیث استاد او او د کندهار ولايت د دعوت او ارشاد ادارې د جلب او جذب مسؤلیت په غاړه درلود.
په همدې ډول محترم شیخ صاحب له ۱۴۳۶ څخه تر ۱۴۳۹ پورې د نظامي کمیسیون په چوکاټ کې د شمال لویدیځ زون د پنځو ولایتونو (بادغیس، غور، فاریاب، سرپل او جوزجان) نظامي مسؤل و، چې د دې دریو کلونو خدمت په موده کې یې ډېری ولسوالۍ فتحه شوې، د خوارجو پر ضد یې د پراخو عملیاتو مشري وکړه او په غور ولایت کې یې د هغوی قوي مرکز او پراخ تسلط له منځه یوړلې.
هغه همداراز له ۱۴۳۹ څخه تر ۱۴۴۱ پورې د استخباراتو ادارې په چوکاټ کې د ختیځ زون د ۲۲ ولایاتونو د استخباراتو مسؤل و، چې په دې موده کې یې له استخباراتو سره د علماوو نږدې همکاري ترلاسه کړه او په ننګرهار کې یې د خوارجو پر ضد د اسلامي امارت د پراخو عملیاتو مشري په غاړه واخیسته.
محترم ندیم صاحب د یادو دندو او مسؤلیتونو ترڅنګ له ۱۴۴۱ څخه تر ۱۴۴۳ کال پورې د ننګرهار ولایت عمومي جهادي مسؤل او له فتحې وروسته د ننګرهار والي، له ۱۴۴۳ څخه تر ۱۴۴۴ پورې د ننګرهار د امنیه قومندان، له ۱۴۴۴ څخه تر ۱۴۴۵ پورې د کابل والي او له ۱۴۴۴ څخه تر اوسه پورې په کابل کې د هلال مرکزي کمیټې غړی دی، چې خپلې ورسپارل شوې دندې یې په ښه توګه ترسره کړي دي.
په همدې ترتیب شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د لزوم دید او په تدریسي برخو کې د هغوی د تدریسي تجربو پر بنسټ له ۱۴۴۵ کال راهیسې تر سپین بیرغ لاندې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې وي.
شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کندهار ولایت له مشهورو عالمانو او مجاهدینو څخه دی. تر هغه وخته چې شونې وه، په کندهار ښار کې د تدریسي مسؤلیت ترڅنګ، د چریکي مجاهدینو د ډلې مشر و او په عملي توګه یې جهاد کولو. په تدریسي دوره کې او د طلباء کرامو په کلنۍ فراغت غونډو کې به یې خلک له اسلامي امارت سره جهاد او همکارۍ ته رابلل.
په کندهار کې حکيميه مدرسه د جهادي طالبانو مشهور مرکز بلل کېده، امريکايانو او د هغوی ملګرو په لسګونه ځله پر دغه مدرسه بريدونه وکړل، د شیخ صاحب د ورونو په ګډون يې ګڼ شمېر مجاهدين په کلونو بنديان کړل.
نوموړی همدارنګه د استخباراتو ادارې چهل ریاست له لوري هم نیول شوی و، چې له ۴۰ ورځو بند وروسته د زیاتو پیسو په ورکړې او د سپین ږیرو په هڅو خوشې شو.
کله چې د ده لپاره په کندهار ښار کې تدریس او د چريکي مجاهدينو رهبري ناشونې شوه، نو د مشرانو په لارښوونه يې هجرت وکړ.
له هجرت ورورسته تر فتحې یې خپل ټول مسؤلیتونه د نظامي رهبرۍ نه علاوه، د اسلامي امارت د حاکمیت د ټینګښت لپاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړه او د سل ګونو غونډو په ترڅ کې یې د اسلامي امارت له حق څخه په کلکه دفاع وکړه او خلکو ته یې د خوارجو اصلیت او خباثت په ډاګه کړ.
هغه خلکو ته د خوارجو د فتنې په اړه معلومات ورکړل، له فاسدو ډلو سره یې مبارزه وکړه او د رسنیو له لارې یې د اسلامي امت د یووالي په برخه کې د اسلامي امارت اهداف په پراخه کچه انعکاس کړل.
شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له هجرت مخکې او له هجرت وروسته په خپلو مسؤلیتونو کې د ټولنې اصلاح ته توجه کړې او په دې برخه کې یې په سلګونو علماء کرام سره متحد کړي دي. هغه د خپل ټولنیز طبیعت له امله تل له علماوو، پوهانو او عامو مسلمانانو سره غیر رسمي ناستې کوي او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته کوي.
شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب د یو تکړه عالم، د مبارکو احادیثو او تفسیر شریف د استاد په توګه علمي فعالیتونه ترسره کړي او د زرګونو طالب العلمانو استاد دی. د دې ترڅنګ يې په سلګونو علمي او څېړنيز ليکچرونه په غونډو، سيمينارونو او علمي مرکزونو کې ورکړي دي، چې د ډېرو کتابونو په تالیف کې ترې ګټه اخيستل کېږي. نوموړی په دوو ملي ژبو پښتو او دري کې د تدریس، خبرو او لیکلو ترڅنګ؛ په عربي ژبه هم خورا ښه لیکل او تدریس لري.
Latest announcements
داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .