د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل
۱۴۰۰ کب ۴ مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل.
په دغه ليدنه کې د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکريا اميرزاده، علمي مرستیال پوهنمل شېرشاه رشاد، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی فيض الله قاضي زاده، مالي او اداري مرستيال انجينر محمد ناصر نيکزاد، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د کندهار پوهنتون مسؤلانو ته په خپلو خبرو کې وویل: « پوهنتونونه دوه لوی مسؤليتونه لري، چې یو ځوان نسل ته د اسلامي اصولو، احکامو او اخلاقو ښوونه او بل د ساينسي علومو پر مټ ټولني ته د اسانتیاوو رامنځ ته کول دي.» دغه راز حقاني صاحب زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو لپاره د امکاناتو او تجهیزاتو برابرول د وزارت او د ځوان نسل روزنه د پوهنتونونو مسؤلیت دی.
همدارنګه د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکريا اميرزاده د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد پوهنتون او د دغه پوهنتون کادري روغتون یو شمېر ستونزې یې له ورغلي پلاوي سره شریکې کړې او هیله یې وښوده چې لوړو زده کړو وزارت د یادو ستونزو په حل کې مرسته ورسره وکړي، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.