د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په جلا جلا ناستو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا له غړو او ډیپارټمنټونو له آمرینو سره وکتل.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۲:۱۲
hfghfgh

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبري پلاوي، د علمي شورا غړو او د ډيپارټمنټونو آمرینو د نظرونو، غوښتنو او وړاندیزونو اورېدو ترڅنګ، په هېواد کې د ښوونې او روزنې پر اهمیت او ارزښت او د ځوانانو په روزنه کې د دې پوهنتون  پر رول خبرې وکړې.
هغه همداراز وویل: « هغه محصلین چې تاسو یې فارغوئ، د نورو برخو د فارغانو په پرتله په ټولنه کې مهم رول لوبوي، ځکه چې د ښوونې او روزنې پوهنتون فارغان د هېواد راتلونکي استادان دي او د دې هېواد د بچیانو د روزلو مسؤلیت په غاړه اخلي».
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه د یاد پوهنتون د رهبرۍ او استادانو د غوښتنو په اړه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت خپلو امکاناتو ته په کتو د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا او لوړولو ته ژمن دی او له همدې امله یې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
ورپسې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا هاشمي د علمي او پراختیایي پروګرامونو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ د وروستیو فعالیتونو ستاینه وکړه او یو لړ غوښتنې یې ورسره شریکې کړې، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د همکاریو ډاډ ورکړل شو.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ۹ پوهنځيو په لرلو سره، ۳۲ د لېسانس او ۹ د ماسټرۍ په کچه پروګرامونه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS