د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره وکتل.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۱:۴۹
sfksfkas;fkfpewo

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پاکستان سرپرست سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې افغانستان او پاکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له دیني او کلتوري پلوه ډېر مشترکات لري. نوموړي د دواړه هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.
 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر څخه وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزې حل او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي. 

همدارنګه په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر سیف الله خان په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د پاکستاني محصلینو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو. 

د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د محصلینو د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.    
نېټه: یکشنبه
 ۱۴۴۴/۶/۲۹هـ.ق ۱۴۰۱/۱۱/۲هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۲۲م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS