د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره وکتل

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۴:۳۲
dsfsdfds

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د پاکستان سرپرست سفیر محمد جنید وزیر ترمنځ تعارفي ناسته وشوه، په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان او پاکستان پر تاریخي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې افغانستان او پاکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له دیني او کلتوري پلوه ډېر مشترکات لري. نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ. 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر څخه وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزې حل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیکونو بیا نوي کېدل او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي .
همدارنګه په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر محمد جنید وزیر په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي او اکاډمیکو اړیکو ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د محصلینو د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

BACK TO NEWS