د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په علي آباد تدریسي روغتون کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې پوړیزې ودانۍ جوړېدو ډبره کېښوده 

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۶:۱۸
1254451

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه پلاوي په ملتیا د د دغه پوهنتون اړوند په علي آباد تدریسي روغتون کې د یوې درې پوړیزې ودانۍ، چې د ناستو تالار، د پایوازانو انتظار خونه او د درملو ګدام به ولري، د جوړېدو ډبره کېښوده. 

د یادې ودانۍ د جوړولو مالي لګښت د ملي سوداګر حاجي وحید حفیظي له لوري ورکول کېږي، چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له حاجي وحید حفیظي څخه د مننې ترڅنګ، له ناروغانو سره مرسته کول نوموړي لپاره د دنیا او اخرت ستر خیر یاد کړ او له نورو سوداګرو یې هم وغوښتل چې د خپل مظلوم ولس لاسنیوی وکړي. 

محترم سرپرست وزیر زیاته کړه په د دې دونیا کې بریالی انسان هغه دی چې الله تعالی ورکړی استعداد د مخلوق په خدمت او خیر رسونه کې و کاروي.

د علي آباد تدریسي روغتون د مسؤلینو په وینا د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه روغتون ډېرې ستونزې حل شي.

نېټه: چهارشنبه
‍۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۷ مه
۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۹ مه
۲۰۲۴ م د اکتوبر ۳۰

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS