د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمسیون ناسته ترسره شوه.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۴:۳۶
djkhsfjksdjkfds


په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، ارشد سلاکار او د خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون کړی و.
 په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب دا غونډه د لوړو زده کړو مؤسسو د ستونزو د حل لپاره اړينه وبلله او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د مؤسسو ستونزې روښانه کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر سردار ولي صالحي ستونزې لکه؛ د نوم بدلولو، پوهنځي ته د ډيپارټمنټ بدلولو، د فیس ستونزه، د زیاتو ډیپارټمنټونو لپاره د جواز اخیستلو، د بیا ځل لپاره پر فعالیت پیل کولو او په ځينو خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې ټولې ستونزې په ګوته کړي، چې د سرپرست وزیر په مشرۍ ګډونوالو د دغو ستونزو د هواري لپاره د مناسبو حلارو وړاندیز وکړ. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS