د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي لوړو زده ‌کړو کمیسیون ناسته وشوه

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۱۴
Xcbgfdjooknb

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو کیفیت لوړونې او پرمختګ ته ژمن دی او زیاته یې کړه: «موږ د امارتي تحصیلي نهادونو په شان د خصوصي تحصیلي نهادونو ملاتړ او څارنه کوو.»

 

همدارنګه له اجنډا سره سم د کمیسیون غړو د خصوصي تحصیلي نهادونو د مالي حالت ښه والي اقتصادي طرحې مطابق د دایمي استادانو اسنادو طی مراحل کولو، د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو له لوري د پوهنځیو او څانګو د ایجاد او تعدیل وړاندیزونو او د څانګو نومونو بدلولو او همدارنګه د یادو نهادونو اړوند پر یو شمېر نورو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او پرېکړې وکړې، د ځينو موضوعاتو د څېړنې او څرنګوالي مشخصولو په پار، کمېټې جوړې او ځانګړې دندې ورته وسپارل شوې. 

 

د یادونې وړ ده چې د خصوصي لوړو زده‌ کړو کمیسیون د دغو نهادونو د ستونزو حل په موخه جوړ شوی، چې د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبان، د وزارت سلاکاران، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان، د مرکزي امارتي پوهنتونونو رئیسان او د خصوصي پوهنتونونو استازي یې غړیتوب لري.

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د رجب المرجب ۶مه

د ۱۴۰۳هـ.ش، د جدی ۱۸مه

۲۰۲۵م، د جنوري ۷مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS