د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په بهیر کې د جنوب لوېدیځ زون ولایتونو له علماء کرامو سره مشورتي ناسته وکړه. 

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۵:۵
Jgfrfvooooo

په یاده ناسته کې، چې د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل چې علماء کرام باید ځانونه له نظام څخه بېل ونه بولي، د نظام تر شاه ودریږي او نېکې مشورې ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې په نظام کې د علماء کرامو مشورې اورېدل کېږي او عمل ورباندې کېږي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جنوب لوېدیځ زون ولایتونو له دیني علماء کرامو وغوښتل چې د لوړو زده کړو د پرمختګ او په هېواد کې د تحصیلي کچې د لوړولو په برخه کې خپلې نېکې مشورې ورسره شریکې او د تحصیلي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

همدا راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د علماء کرامو په راټولېدنه خوښي وښوده، هغوی یې د هېواد ستره معنوي پانګه وبلل او د مقام په اړه یې خبرې وکړې. 

د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د ټولنې د اصلاح په برخه کې د علماء کرامو رول ته اشاره وکړه او د علماء کرامو مسؤلیتونه یې مهم وبلل. دغه راز د جنوبي زون د تمیز محکمې رئيس شیخ مولوی سردار محمد زعفراني هم علماء کرام د ولس خدمت ته راوبلل او د پوهنتون او مدرسې د واټن پر ختمولو یې ټینګار وکړ.  

وروسته د جنوب لوېدیځ زون کندهار، هلمند، زابل، غزني، دایکندي او ارزګان ولایتونو د علماء کرامو استازو په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره خپلې مشورې او وړاندیزونه شریک کړل او د لوړو زده کړو د پرمختګ او نظام د ټینګښت په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. 

د یادونې وړ ده چې په دغه مشورتي ناسته کې د جنوب لوېدیځ زون شاوخوا ۷۰۰ علماء کرمو ګډون کړی و. 

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۴/۵/۲۵هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۸.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۹م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS