د لوړو زده کړو سرپرست په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۵:۴۹
Dfggjjknbvv

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیط او مل پلاوي سره وکتل.

 

په پیل کې محترم شیخ صاحب ښاغلي طارق علي بخیط ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک خوښي څرګنده کړه چې نوموړی افغانستان ته راغلی، د افغانستان وضعیت له نیږدې ګوري او د دې هېواد اصلي انځور نړۍ ته وړاندې کوي.

 

هغه تر فتحې وروسته د هېواد د تحصیلي نظام لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې تحصیلي نصاب مخکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه وو چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره پرې بیا کتنه وشوه، همدارنګه په تحصیلي نهادونو کې د زیربنایي پروژو، د نویو پوهنځیو او څانګو د ایجاد، په تحصیلي نهادونو کې د ماسټري او دوکتورا برنامو ایجاد، استادانو لپاره د ماسټري او دوکتورا دورې د فیس معاف کول، د مسافرو استادانو لپاره د اعاشې او اباطې برابرول، په تحصیلي نهادونو کې د کادري بشري قوې تشې ډکولو او نورو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې الحمدلله د ا.ا له حاکمیت وروسته په هېواد کې، د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او دا نظام دواړو سکتورونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

 

وروسته د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي، محترم طارق علي بخیط، د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو او لاسته راوړنو په اړه چې د دې وزارت سرپرست وزیر لخوا شریک شول، خوښي وښوده او ویې ویل چې دا سازمان د ۵۷ اسلامي هېوادونو په استازیتوب فعالیت کوي. 

 

نوموړي د ا.ا.ا او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت سره په اقتصادي، علمي او تحصیلي برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت حاکم شوی او په ټولو برخو کې د پرمختګ لپاره زمینه برابره شوې ده.

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د شعبان المعظم ۱۹ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۳۰ مه

۲۰۲۵ م د فبروري ۱۸ مه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS