د لوړو زده کړو موسسو د اکاډمیکو چارو د فعالیتونو د څار او ارزونې لایحه د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا لورې لخوا تایید شوه
د لوړو زده کړو موسسو د اکاډمیکو چارو د فعالیتونو د څار او ارزونې لایحه او د اجراآتو د څرنګوالي پلان د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا لخوا تایید شول.
دغه ناسته چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، د خصوصي محصلانو چارو ریاست د څلورمې ربعې د فعاليتونو او لاسته راوړنو پریزینټیشن او د خصوصي محصلانو د معلوماتو د ثبتولو ډیټابیس چې د نوموړي ریاست لخوا جوړ شوی، تر بحث لاندې ونیول شول.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وروسته له هغه چې رهبري هيئت د لوړو زده کړو موسسو د اکاډمیکو چارو د فعالیتونو د څار او ارزونې لایحه په پرنسیپ کې تائيد کړه، د رهبري شورا له ټولو غړو يې وغوښتل تر څو خپل اصلاحي طرحې او وړانديزونه د دې تقنيني سند د غني کولو په موخه په لیکلې بڼه اړوند ریاست سره شریک کړي.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د اجراآتو د څرنګوالي پلان د طرحې په هلکه وویل چې د دې طرحې په پلي کولو سره به د وزارت په ریاستونو او دویمو واحدونو کې روڼتيا، حساب ورکونه او مسؤولیت منل د پخوا په پرتله لا پياوړي شي.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو موسسو د اکاډمیکو چارو د فعالیتونو د څار او ارزونې لایحه به له اصلاحاتو وروسته تر راتلونکو دوو اونیو ددې شورا غړو ته وړاندې کړای شي.