د لوړو زده کړو وزارت او نړيوال بانک د استازو تر منځ په انلاين ډول د همغږۍ جلسه وشوه

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۶:۲۲
ل

د نړيوال بانک یو شمېر استازو په هېواد کې د تحصيلي چارو د ودې له پاره د لوړو زده کړو وزارت له رهبري ډلې سره د تحصيلاتي چارو د ودې، په دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو کې د کيفیت د تضمين پر بنسټ يوه ويډيويي غونډه لرله او په دې اړه يې بحث وکړ.

په هېواد کې د تحصيلي نظام د ودې له پاره د يوې پلی کېدونکي لارښودې طرحې برابرول، د پراختيايي هدفونو د تحقق له پاره د خصوصی او دولتی تحصيلي بنسټونو تنظيم، په هېواد کې د لوړو زده کړو په برخه کې مېرمنو ته ونډې ورکولو د بهير چټکتیا او تر دې موضوع پورې نورې اړوندې چارې هغه عنوانونه وو چې په دې غونډه کې يې په اړه خبرې او بحث وشو.

د لوړو زده کړو وزير دوکتور عباس بصير، د هېواد د تحصيلي نظام د ودې په برخه کې د نړيوال بانک د هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه، د هېواد د پوهانو د يوه ملاتړي ارګان د جوړولو او همداراز د الکټرونيکي کتابتونونو د جوړولو او د محصلينو د کارولو د بهیر د اسانتیا له پاره يې د یوه مشخص پلتفارم د طرحې له پاره خبرې وکړې.

نوموړي همداراز په هېواد کې د خصوصي او دولتي تحصيلي بنسټونو د کمزوو ټکو د له منځه وړلو او د مثبتو ټکو د پياوړي کولو له پاره د دوی پر کړنو پرلپسې څارنه، له خپلو بنسټيزو چارو وبلله او د دې کتنې په پای کې دواړو لوريو د هېواد د تحصيلي وضعیت د ښه والي له پاره په پرلپسې همکاریو ټينګار وکړ.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۳۷
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

BACK TO NEWS