د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو رئیس په مشرۍ د دغه ریاست یوه پلاوي هلمند ولایت ته د خپل کاري سفر په جریان کې، د یاد پوهنتون د تشکیلاتو د بررسۍ تر څنګ د دغه پوهنتون اداري کارمندانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ورکړل شو.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۱۱:۷
fdsdsfsdffds

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري په مشرۍ یوه پلاوي هلمند ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هلمند پوهنتون له مسؤلینو سره د دغه پوهنتون د تشکیلاتي جوړښت په اړه خبرې وکړې او ویې ارزاوه. 

همدارنګه د یاد ریاست د ظرفیت لوړونې امر عبیدالله مولایي له لوري د هلمند پوهنتون اداري کارمندانو ته د اداري پروسیجرونو او اداري اسنادو مدیریت په برخه کې روزنیز ورکشاپ ورکړل شو، چې د ورکشاپ په پای کې د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو رئیس له یادو کارمندانو وغوښتل چې د ادارې د موخو په تر لاسه کولو کې خپل مسؤلیت اداکړي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS