د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي تخار ته د خپل سفر په جریان کې د تخار ولایت له خصوصي تحصیلي بنسټونو لیدنه او څارنه وکړه.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۵:۳۶
hkcgdh

۱۴۴۴/۱/۱۸
۱۴۰۱/۵/۲۵

انجنیر سید اسماعیل روحاني او ورسره پلاوي د تخار ولایت خانه دانش، پیمان، راه سعادت او فجرستان خصوصي تحصیلي بنسټونو د علمي، تدریسي او اداري برخو څارونه او ارزونه وکړه، د هغوی مثبتې کړنې یې وستایلې او د نیمګړتیاوو او ستونزو په اړه یې مسؤلانو ته لازمې سپارښتنې وکړې. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د تخار خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسؤلانو سره د ناستې پر مهال د غوره خدمتونو وړاندې کولو، د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونو او قوانینو عملي کولو او په یادو تحصیلي بنسټونو کې د شته ستونزو د حل کولو په اړه خبرې وکړې. 
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او د یادو تحصیلي بنسټونو د معیاري کولو غوښتنه یې وکړه. 
وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک د لوړو زده کړو وزارت د مخکینیو طرحو او په تخار کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د قانوني ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او په یادو تحصیلي بنسټونو کې یې د ملي او اسلامي ارزښتونو پر مراعاتولو ټینګار وکړ.  
همدارنګه د تخار خصوصي تحصیلي بنسټونو د لوړو زده کړو وزارت پلاوي له څارنې او ارزونې څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په خپلو تحصیلي بنسټونو کې به شته ستونزې ژر تر ژر حل او د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او مقررات سره سم به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS