د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين پلان، د نهايي کولو په منظور غونډه جوړه شوه

په لوړو زده کړو وزارت کې د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين رياست د پراختيايي پلان نهايي کولو او د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين د خپلواکې ادارې د جوړولو او څرنګوالي په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين بورډ غړو، د نړیوال بانک پراختيايي پروګرام ( HEDP) رييس او له بېلابېلو هېوادونو څخه د يونسکو د سازمان استازو د وېډيو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
د يونسکو سازمان استازو د خپلواکې او نيمه خپلواکې او يا هم تر اغېزې لاندې جوړې شوې ادارې د څرنګوالي په اړه د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو، چې د موثر تشخيص او د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين په لاره کې د موجوده ستونزو په موخه چې د يو شمېر رياستونو د تېر کال د ارزونو د راپور له مخې يې راټولې کړې دي، د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين بورډ د غړو او رييس سره يې خپلې طرحې شريکې کړې.
د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين رييس پوهندوی دوکتور محمد نعيم عظيمي د دې رياست د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ د يونسکو سازمان له استازو سره د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين رياست د جوړولو د پراختیا په اړه خپل اصلاحي وړانديزونه او نظرونه شريک کړل.
دوکتور عظيمي همداراز د يونسکو سازمان له تخنيکي او مالي همکاريو او د نړيوال بانک د لوړو زده کړو له پراختيايي پروګرام (HEDP) څخه د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين د موثرې ادارې د جوړولو له کبله مننه وکړه او د دې پروسې پر چټکتيا يې ټينګار وکړ.
د يونسکو سازمان د استازو په وينا، په دې غونډه کې د وړاندې شوو نظرونو له توحيد وروسته به له لوړو زده کړو وزارت سره د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين رياست د پراختيا په اړه خپله وروستۍ طرحه شريکه کړي.