د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د عبدالله بن مسعود رض جامعې ۳۸ تنو کارمندانو لپاره د انټرنېټي مهارتونو د کارونې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې امر عبیدالله مولایي په وینا په یاد روزنیر د ورکشاپ کې د دغې جامعې ۳۸ تنو کارکوونکو ته د انټرنېټ کارونې او په ورځنيو اداري چارو کې له انټرنېټ څخه په سم ډول ګټې اخیستنې په اړه روزنه ورکړل شوه.
نوموړي همدارنګه وویل چې د ورکشاپ په پای کې له ګډونوالو څخه د ورکشاپ اړوند ازموینه واخیستل شوه، چې په مهارتونو کې یې د پام وړ مثبت تغیرات لیدل کېدل او ترڅنګ یې د ګونوالو څخه وغوښتل چی د زده کړيو مواردو څخه په عملي توګه په خپلو اداري کارونو کې استفاده وکړي.