د لوړو زده کړو وزارت د تفتیش پلاوي د پیام نور او غرجستان پوهنتونونه بررسي کړل.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۸:۶
sfsdf

دغه پلاوى د مولوي عبدالولي عابد په مشرۍ، چې د داخلي تفتيش رياست د درغليو او د خاصو مسايلو د څارنې مسؤل دى، استول شوى دى، لومړی یې د غرجستان پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل او له هغه وروسته یې د دغه خصوصي تحصیلي بنسټ مالي او اکاډمیکې چارې په دقیقه توګه وڅېړلې.

له هغه وروسته یاد پلاوي د پیام نور پوهنتون څخه د لېدنې پرمهال ، د دغه پوهنتون مالي او تحصیلي برخې بررسي کړې.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د اداري او تحصیلي چارو پر روڼتیا ټینګار وکړ او د یادو پوهنتونونو مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

له بلې خوا د پیام نور او غرجستان پوهنتونونو مسؤلینو د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د تطبیق ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS