د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي لوګر ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۷:۳۷
asdasdffff

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې اداري، تدریسي او د محصلانو چارې له نیږدې وکتلې او ارزونه وکړه. 
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس د یادې مؤسسې له استادانو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې وویل، چې لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بنسټونو پرمختګ او کیفیت لوړونې ته ژمن دی او د تحصیل د پراختیا لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي. همدارنګه نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د اسلام په رڼا کې د تعلیم پر ارزښت خبرې وکړې، استادانو ته یې سپارښتنه وکړه چې محصلین په ملي او دیني روحیه وروزي، تر څو د هېواد په ودانولو کې رغنده رول ولوبوي. 
هېره دې نه وي چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري هم د یاد پلاوي ملتیا کوله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS