د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي خوست ولایت ته د کاري سفر په جریان کې د دغه ولایت خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۷:۲۲
dgdfg

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي د خوست احمد شاه ابدالي (طبي)، پامیر او د طلوع افتاب مؤسسې خوست څانګې او همدارنګه د دعوت پوهنتون خوست څانګې علمي، اداري او تدریسي چارې له نیږدې وکتلې او د یادو تحصیلي بنسټونو د تدریسي چارو ارزونه یې وکړه. 
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس د یادو تحصیلي بنسټونو له مسؤلانو سره د لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت پر قوانینو او طرزالعملونو ټينګار وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپلو تدریسي چارو د معیاري کولو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د یادولو وړ ده چې په دغه سفر کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت او د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري هم د انجنیر سید اسماعیل روحاني ملتیا کوله.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS