د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلينو چارو رئيس او ورسره مل پلاوي تخار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې ددغه پوهنتون د بېلابېلو څانګو او د ۱۴۰۱ کال لپاره د نویو محصلینو د جذب ظرفيت د ارزونې ترڅنګ د تخار والي سره هم ليدنه وکړه.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۷:۲۷
jughjklkj

16/1/1444
23/5/1401

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلينو چارو رئيس انجنیر سید اسماعیل روحاني په داسې حال کې، چې ددې وزارت مالي او حسابي رئيس عبدالباري خپلواک او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدماتو د همغږۍ آمر انجنیر ویس الدین بریالي هم شتون درلود، د تخار پوهنتون د علمي کړنو د څرنګوالي، د کانکور له لارې د نویو محصلانو د جذب اداري ظرفيت او د تخار پوهنتون ستونزې له نژدي څخه وليدي.
یاد پلاوي په تخار ولایت کې د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې، د پوهنتون له بېلابېلو فعالیتونو څخه کتنه وکړه او د علمي او اداري فعاليتونو د ښه والي او چټکتیا او د وزارت د تقنيني اسنادو د تطبيق په اړه د تخار پوهنتون مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وکړي.
همدا راز یاد پلاوي د تخار پوهنتون د مشرتابه، استادانو او کارمندانو سره په ناسته کې د پوهنتون په علمي چاپيریال کې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رعایت، د لوړو زده کړو وزارت د پاليسيو او برنامو د تطبيق او په تخار پوهنتون کې د محصلانو دجذب د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.
په همدې ترتیب د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د لا زیاتي همغږۍ او په یاد ولایت کې د تحصیلي جریان څخه د ولایت د مقام ملاتړ په موخه د تخار والي الحاج محمد اسماعیل راسخ سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د هيواد په پرمختګ او آبادۍ کې د تحصيل پر ارزښت او د هېواد د لوړو زده کړو د بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي. 
د تخار والي الحاج قاري محمد اسماعیل راسخ دغه ولایت ته د لوړو زده کړو وزرات د پلاوي له راتګ څخه د خوښيو څرګندولو ترڅنګ د تخار ولایت د تحصيلي سکتور د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د کنفرانس په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو متخصصینو لخوا ۶۲ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې

 

د کابل پوهنتون «د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس » په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا ۶۲ څیړنیزې مقالې وړاندې شوې.

 

د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د وینا مهم ټکي:

 

1ـ د خوښۍ ځای دی چې موږ او تاسو نن په اسلام‌، علم او جهاد پاله خاوره، د شهیدانو، غازیانو، امیرانو او قدرمن امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ټاټوبي کې په یوه داسې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۳۶
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس پیل شو 

 

یاد کنفرانس په کندهار ولایت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د ا.ا.ا مرکزي ویاند. . .

BACK TO NEWS