د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا نوبتي غونډه جوړه شوه

د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا په نوبتي غونډه کې چې د لوړو زده کړو د نوماند سرپرست وزير عباس بصير په مشرۍ جوړه شوه، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او په اړه يې اړينې پرېکړې ونيول شوې.
يادې غونډې په دولتي لوړو زده کړو موسسو کې د نوو علمي پروګرامونو پر پراختیا او جوړولو چې د اعتبار ورکولو درېيم پړاو يې په بريا سره نه دی ترسره کړی، د هغو اسنادو معادلت چې د کرونا د قرنطين په بهير کې په انلاين ډول ترسره شوي دي، په دې برخه کې د خصوصي پوهنتونونو له پاره د ډيپلوم وېش، د علمي چارو په اړه د ارزونې او څارنې د رياست راپور او د هغو محصلينو په اړه چې شموليت نه دی ورکړل شوی او ځينو نورو متفرقه بحث وشو او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.